د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې وایي، هغه ټولنې چې د اقلیمي بدلون د بحران په رامنځته کېدو کې یې تر ټولو لږ رول درلود، اوس د دغه بحران له پایلو څخه تر ټولو ډېر زیانمنې دي.
اوچا هشدار ورکړی چې وچکالي او د اوبو کمښت په افغانستان کې میلیونونو خلکو ژوند او معیشت له جدي ګواښ سره مخ کړی او د زیانمنو ټولنو وضعیت یې لا سخت کړی دی.
د ملګرو ملتونو دغه اداره د اقلیمي بدلونونو سره مبارزې مالي سرچینو ته د عادلانه او اسانه لاسرسي غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې دغه سرچینې باید هغو سیمو ته ځانګړې شي چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.
اوچا همدارنګه د زیانمنو ټولنو مؤثره ملاتړ د اقلیمي بدلونونو زیاتېدونکو پایلو سره د مقابلې او د افغانستان خلکو د معیشت ساتنې لپاره اړین بللی دی.




