افغانستان د ځوان نفوس په لرلو سره د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا او د کاربازار د پراختیا لپاره د پام وړ وړتیا لري؛ خو اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې له دې وړتیا څخه ګټه اخیستل د کاري فرصتونو رامنځته کول او د ځوان کاري ځواک د کډوالۍ مخنیوی غواړي.
عبدالنصیر رشتیا، اقتصادي کارپوه، وایي چې له دې امله چې د افغانستان د نفوس ډېره برخه ځوانان جوړوي، دا موضوع د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یو مهم فرصت کېدای سي.
د هغه په وینا، که ځوانانو ته د کار مناسبې زمینې برابرې سي، نه یوازې به د بېکارۍ کچه راکمه سي، بلکې د اقتصادي ودې، د تولید د زیاتوالي او د تلپاتې پرمختګ لپاره به هم اړینه زمینه برابر سي.
رشـتیا په عین حال کې د ځوانانو د کډوالۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ بولي او خبرداری ورکوي چې له افغانستان څخه د ځوان کاري ځواک د وتلو دوام به د هېواد کاري بهیر له کمزوري سره مخ کړي. هغه زیاتوي چې د ځوانانو کډوالي افغانستان له مسلکي بشري ځواک او له نوې ټکنالوژۍ سره له بلد کسانو څخه بېبرخې کوي او د پوهې او ټکنالوژۍ د لېږد بهیر هم تر اغېز لاندې راولي.
دغه اقتصادي کارپوه ټینګار کوي چې پر ځوان کاري ځواک پانګونه، د مسلکي وړتیاوو پراختیا او د کاري فرصتونو رامنځته کول، د بشري پانګې د ساتنې او د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي.
کارپوهان هم باور لري چې د ځوانانو له وړتیاوو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه کولای سي د تولید د زیاتوالي، د پانګونې د راجلبولو او د اقتصادي تړاو د کمېدو زمینه برابره کړي؛ په داسې حال کې چې د کډوالۍ د بهیر دوام به د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ پر لاره له سترو ننګونو څخه یوه وي.




