د پاکستان د وروستیو بریدونو پر وړاندې د طالبانو چوپتیا؛ دا چوپتیا د همغږۍ نښه بلل کېږي

توریالی ځاځي، سیاسي شنونکی، له معمار خبري آژانس سره په خبرو کې د پاکستان د وروستیو بریدونو پر وړاندې د ملا هبت‌الله اخندزاده، د طالبانو د مشر، او د دې ډلې د نورو لوړپوړو چارواکو چوپتیا د پاکستان سره د همغږۍ نښه بللې ده. د هغه په وینا، د طالبانو د مشرانو له لوري د هر ډول رسمي دریځ نشتوالی د افغانستان پر خاوره د پاکستان د بریدونو په اړه د دې ډلې د چلند په تړاو پوښتنې راپورته کړې دي.

د پاکستان له لوري د افغانستان پر جنوبي برخو د وروستیو بریدونو وروسته، تر اوسه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده او د دې ډلې نورو لوړپوړو چارواکو دې بریدونو ته هېڅ رسمي غبرګون نه دی څرګند کړي او حتی هغه یې غندلي هم نه دي .

توریالی ځاځي، سیاسي شنونکي، له معمار خبري آژانس سره په خبرو کې د طالبانو دغه چوپتیا د پاکستان سره د همغږۍ نښه بللې ده. د هغه په وینا، د طالبانو د مشرانو له لوري د هر ډول رسمي دریځ نشتوالی د افغانستان پر خاوره د پاکستان د بریدونو په اړه د دې ډلې د چلند په تړاو پوښتنې راپورته کړې دي.

هغه همدارنګه ادعا کړې چې د روان بحران او بریدونو اصلي ریښه باید د امریکا په متحده ایالاتو کې وپلټل سي او زیاته کړې یې ده چې اوسني بدلونونه د هغو تګلارو پایله ده چې په افغانستان کې یې د بې‌ثباتۍ د دوام زمینه برابره کړې ده.

دغه سیاسي شنونکي په دوام کې ویلي چې د اوسني وضعیت څخه د وتلو لاره د افغانستان د قومونو ترمنځ د یووالي او اتحاد رامنځته کول دي. هغه همدارنګه طالبان د پاکستان «لاسپوڅي» بللي او ادعا یې کړې چې پاکستان هم د امریکا غلام دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له لوري د افغانستان پر جنوبي برخو د بریدونو دوه ورځې تېرې سوې، خو د طالبانو مشر او د دې ډلې سیاسي مشرانو لا هم هېڅ غبرګون نه دی څرګند کړي، او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر ، امیرخان متقي هم تر دې مخکې له دې ډلې غوښتي وو چې د اسلام‌آباد پر وړاندې منفي غبرګون ونه ښايي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x