د کنر د ځنګلونو اور پنځه ورځې وروسته مهار شو

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ادارې په کنر کې اعلان کړی دی چې د دې ولایت د ناري ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور نن سهار (پنجشنبه، د ليندۍ ۵مه) مهار شوی دی.
د کنر د ځنګلونو اور پنځه ورځې وروسته مهار شو

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ادارې په کنر کې اعلان کړی دی چې د دې ولایت د ناري ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور نن سهار (پنجشنبه، د ليندۍ ۵مه) مهار شوی دی. دا اور د ليندۍ په لومړۍ نېټه د ناري ولسوالۍ د «دانچګل» سیمې څخه پیل شوی و.

دغې ادارې زیاته کړې ده چې په دې پېښه کې شاوخوا ۱۰۰ هکتاره ځنګل د اور لمبو ته سوځېدلی دی.

طالب چارواکو مخکې اعلان کړی و چې د دې اور له امله دوه ماشومان مړه شوي او پلار یې ټپي شوی دی.

د طالبانو د محلي چارواکو په وینا، دا اور د هغه اور له امله رامنځته شو چې یوه شپون د ځان ګرمولو لپاره بل کړی و.

هغوی وايي چې په دې اور کې سلګونه د صنوبر او بلوط ونې ایرې شوې دي.

په کنر او نورستان ولایتونو کې مخکې هم اور سلګونه هکتاره ځنګلونه سوځولي دي.

د دې ډېرو اورونو لامل د شپونانو له خوا د اور بلول او ځنګلونو ته د هغه خپرېدل بلل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x