د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په داسې حال کې چې د بدخشان ولایت په درواز ولسوالیو کې د طالبانو له یوه ناخوښه قوماندان سره د اختلاف د حل په اړه راپورونه خپاره سوي، د یفتل پر ولسوالۍ د تېري ورځې برید، چې د دې ولسوالۍ د لنډمهال سقوط سبب سوو، طالبان له یوې نوې ننګونې سره مخامخ کړي دي.
سیاسي شنونکی ، نجیب شمال، د بدخشان وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وایي، طالبانو خپل ناخوښه قوماندان اړ کړی چې د دې ډلې د مشرۍ اطاعت وکړي، خو د طالبانو لپاره د مخالفو جبهو کنټرولول به تر دې ډېر ستونزمن وي.
د هغه په وینا، وروستي برید او د سپاهیان میهن جبهې د ځواکونو پرمختګ څرګنده کړه چې د طالبانو وسلهوال مخالفان لا هم په ځینو سیمو کې د عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري، او دا موضوع د طالبانو د واکمنۍ لپاره یوه جدي ننګونه ګڼل کېږي.
نجیب شمال همدارنګه باور لري چې په وروستي عملیات کې د دې جبهې بریا، یو ځل بیا طالبانو ته دا پیغام ورساوه چې د دې ډلې حکومت له بشپړ ثبات او ټینګښت څخه برخمن نه دی او لا هم له امنیتي او پوځي ګواښونو سره مخامخ دی.
طالبانو د یفتل پایان ولسوالۍ سقوط تایید کړی، خو تر دې وړاندې یې اعلان کړی و چې پر یفتل ولسوالۍ له برید وروسته یې د دې سیمې بشپړ کنټرول بېرته په خپل لاس کې اخیستی دی.




