د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ په مشهد کې یو ځل بیا د وفادارۍ او همدردۍ خوشبويي د رضوي مسجد په فضا کې خپره سوه؛ هغه ځای چې افغان کډوال د اسلامي انقلاب له نورو مینهوالو سره یوځای، د اسلامي امت د شهید رهبر حضرت آیتالله العظمی سید علي حسيني خامنهای د مبارک جسد د خاورو ته د سپارلو د اوومې ورځې په مناسبت سره راټول سوي، څو په خپل پراخ حضور سره د هغه مجاهد رهبر یاد او آرمانونه درانه وساتي.
دغه پرتمین مراسم د مشهد د افغانانو د ولسي کمېټې په هڅو، او د افغان کډوالو د بېلابېلو قشرونو، عالمانو، مخکښو کسانو، پوهانو، فرهنګي او ټولنیزو فعالانو او د افغان نامتو شخصیتونو په پراخ ګډون سره د مشهد په رضوي مسجد کې ترسره سول.
په دې مراسمو کې د افغان عالمانو او شخصیتونو ویناوې، ستاینې او د اسلامي امت د شهید رهبر په ویر کې مرثیې ویل، او د تسلیت پیغامونو لوستل او د اسلامي انقلاب له رهبر سره د ژمنې تازه کول شامل وو. ګډونوالو یو ځل بیا د عزت، مقاومت او د اسلامي امت د یووالي پر لارې پر خپلې وفادارۍ ټینګار وکړ.



