ګوګل د ۲۰۲۶ کال په دوهمه ربع کې نږدې ۱۲۰ میلیارد ډالره عاید ترلاسه کړ

د ګوګل اصلي شرکت «الفابت» په خپل دوهم ربع مالي راپور کي اعلان وکړ، چي د دغه شرکت عاید ۱۱۹٫۸۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، چي د شنونکو له اټکل، یعنې ۱۱۷٫۰۲ میلیارد ډالرو څخه لوړ دی.
ګوګل د ۲۰۲۶ کال په دوهمه ربع کې نږدې ۱۲۰ میلیارد ډالره عاید ترلاسه کړ

الفابت، د ګوګل اصلي شرکت، د ۲۰۲۶ کال د دوهمي ربع مالي راپور خپور کړ او څرګنده یې کړه، چي د اپرېل څخه تر جون (د حمل څخه تر جوزا) پوري یې ۱۱۹٫۸ میلیارد ډالره عاید ترلاسه کړی دی. د شرکت عملیاتي ګټه ۴۰٫۷۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې او خالصه ګټه یې په بې‌ساري ډول ۱۱۲٫۱ میلیارد ډالرو ته لوړه سوې ده؛ دا هغه شمېر دی، چي د تېر کال د همدې مودې د ۲۸٫۲ میلیارد ډالرو خالصي ګټې په پرتله څو برابره زیاتوالی ښايي.

د دې ربع ۱۱۹٫۸ میلیارد ډالره عاید، د ۲۰۲۵ کال د دوهمي ربع د ۹۶٫۴ میلیارد ډالرو عاید په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی ښايي. د پرتلي لپاره، الفابت په تېره ربع کي ۱۰۹٫۹ میلیارد ډالره عاید او ۶۲٫۵۸ میلیارد ډالره خالصه ګټه ثبت کړې وه.

د الفابت اجرائیه رئیس سوندار پېچای، د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کي د دغه شرکت د پانګونو مهم رول ته په اشارې سره وویل:

> «د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کي زموږ پانګوني زموږ د ټولو سوداګریزو برخو د شونو وړتیاوو پولي بیا ټاکي. دوهمه ربع زموږ لپاره یوه بې‌سارې موده وه؛ د الفابت عاید د تېر کال په پرتله ۲۴ سلنه زیات سو او د ګوګل کلاوډ عاید د مصنوعي ځیرکتیا د زېربناوو او حل‌لارو د زیاتې غوښتني له امله په ۸۲ سلنه چټکتیا سره لوړ سو. دا ډېر د خوښۍ ځای دی، چي د Gemini Enterprise پراخ هرکلی سوی؛ تر دې حده، چي د فورچون د سلو مخکښو شرکتونو نږدې ۹۰ سلنه ترې ګټه اخلي.»

پېچای د خپلو خبرو په دوام کي د نورو لاسته راوړنو په اړه وویل:

> «موږ په ټولو برخو کي په زړه پورې چټکتیا وینو. زموږ د مصنوعي ځیرکتیا مشهور امکانات د لټون د ودې لامل سوي دي. د جیمینای ماډلونه اوس په یوه دقیقه کي د API له لارې ۲۲ میلیارد ټوکنه پروسس کوي او د جیمینای اپلېکېشن هره میاشت ۹۵۰ میلیونه فعال کاروونکي لري. د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام پر مهال، له ۱٫۷ میلیاردو څخه ډېرو بېلابېلو لیدونکو د دغو سیالیو اړوند ویډیوګاني کتلي دي.»

د ۲۰۲۶ کال په دوهمه ربع کي د یوټیوب د اعلانونو عاید ۱۱٫۰۶ میلیارد ډالرو ته ورسېد، چي د تېر کال د ۹٫۷۹ میلیارد ډالرو په پرتله زیاتوالی ښايي. همدارنګه، د ګوګل کلاوډ څانګي په بې‌ساري ډول ۲۴٫۷۷ میلیارد ډالره عاید ثبت کړ، په داسې حال کي چي دا شمېر د تېر کال په همدې موده کي ۱۳٫۶۲ میلیارد ډالره وو. د ګوګل د ګډونونو، پلاتفورمونو او وسایلو څانګي، چي موبایل، پلې سټور او د یوټیوب غیر اعلاني عواید هم پکښي شامل دي، ۱۲٫۹۱ میلیارد ډالره عاید ثبت کړ، چي د تېر کال د ۱۱٫۲ میلیارد ډالرو په پرتله زیاتوالی ښايي.

سره له دې ټولو لوړو لاسته راوړنو، د نورو پانګونو څانګه لا هم له تاوان سره مخ وه. دې څانګي ۳۸۲ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړ، چي د تېر کال د ۳۷۳ میلیونو ډالرو په پرتله لږ زیات دی، خو بیا یې هم ۱٫۸ میلیارد ډالره عملیاتي تاوان ثبت کړ. د دې څانګي عملیاتي تاوان د ۲۰۲۵ کال په دوهمه ربع کي ۱٫۲۴ میلیارد ډالره وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x