د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ نوررحمان اخلاقي، د افغانستان د کډوالو چارو پخواني وزیر، ویلي چې د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د افغانستان د آزادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ وروستۍ نښتې ښايي د طالبانو د کمزورۍ او زوال د نوې مرحلې پیل وي.
د هغه په وینا، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې ونه توانېدل چې کورنی او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او اوس د مشروعیت له کړکېچ سره مخ دي.
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند دغه مشر د جمعې په ورځ، د اسد په دویمه، په ټولنیزه شبکه اېکس کې په یوه لیکنه کې له سیاسي، رسنیزو فعالانو او مدني ځواکونو غوښتي چې د افغانستان د آزادۍ لپاره د خلکو له غوښتنو ملاتړ وکړي او د هېواد پر راتلونکې د اغېز لپاره له موجودو فرصتونو ګټه واخلي.
اخلاقي همداراز د تېرو دوو لسیزو د طالبانو کړنو ته په اشارې سره، دغه ډله تورنه کړې چې د جګړې، تاوتریخوالي او ځپنې په دوام یې افغانستان د پراختیا، ثبات او پرمختګ له لارې لیرې کړی دی.
په همدې حال کې، د افغانستان د آزادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې د پنجشنبې له ورځې راهیسې د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې روانې دي. دواړو لورو ویلي چې په دغو جګړو کې یې مقابل لوري ته مرګژوبله اړولې، خو دا ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید سوې.
د افغانستان د آزادۍ جبهې ادعا کړې چې په دې سیمه کې یې یو شمېر سرحدي پوستې نیولي او د خپلو بریدونو له لارې یې د طالبانو د مرستندویو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو مخه نیولې ده.
په مقابل کې، طالبانو اعلان کړی چې د افغانستان د آزادۍ جبهې پنځه کسان په دغو نښتو کې وژل سوي دي، خو تر اوسه یې د خپلو مرستندویو ځواکونو پر لېږدوونکو چورلکو د راکټي بریدونو د راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.
د دغو نښتو په دوام سره، بدخشان ولایت د طالبانو او د دې ډلې د وسلهوالو مخالفو جبهاتو ترمنځ د پوځي تقابل پر یوه مهم مرکز بدل سوی دی او د دې سیمې بدلونونه د څارونکو له خوا په دقت څارل کېږي.



