په امریکا کې د افغان کډوالو د مرکې نوې طرحه له نیوکو سره مخ سوې

د کډوالو د ملاتړ ډلې د امریکا د حکومت د هغې طرحې په اړه اندېښنه ښودلې چې له شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوالو سره د مرکې کولو لپاره جوړه سوې ده. دوی خبرداری ورکړی چې راټول سوي معلومات کېدای سي په راتلونکې کې د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو یا د دغو کسانو د ایستلو لپاره وکارول سي.
په امریکا کې د افغان کډوالو د مرکې نوې طرحه له نیوکو سره مخ سوې

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د کډوالو د ملاتړ ډلې د امریکا د حکومت د هغې طرحې په اړه اندېښنه ښودلې چې له شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوالو سره د مرکې کولو لپاره جوړه سوې ده. دوی خبرداری ورکړی چې راټول سوي معلومات کېدای سي په راتلونکې کې د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو یا د دغو کسانو د ایستلو لپاره وکارول سي.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، دا مرکې د «هوساینې نوښت» په نوم د یوه پروګرام په چوکاټ کې ترسره کېږي او پکښې د وګړو د هویت، د اوسېدو د حالت او کورنیو شرایطو په اړه پوښتنې شاملې دي.

دغه رسنۍ لیکلي چې د کډوالو د بیا مېشتېدو فدرالي دفتر په « بې غږه توګه» هڅه پیل کړې چې د ۸۰۰ افغان پناه‌غوښتونکو په اړه کره معلومات، په ځانګړي ډول د هغوی د اوسېدو حالت، راټول کړي.

د کډوالو د ملاتړ بنسټونو د دې طرحې په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا کار د افغان کډوالو ترمنځ اندېښنې زیاتوي. دوی له امریکا حکومت څخه د مرکې د موخې، د راټولو سوو معلوماتو د کارونې څرنګوالي او د ګډونوالو د شخصي معلوماتو د ساتنې په اړه د روښانتیا غوښتنه کړې ده.

د کډوالو ملاتړي بنسټونه اندېښمن دي چې راټول سوي معلومات کېدای سي په راتلونکې کې د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو، په ځانګړي ډول د ایستلو، لپاره وکارول سي.

واشنګټن پوسټ لیکلي چې د کډوالو او بې‌ځایه سوو کسانو دفتر (ORR)، چې د روغتیا او بشري خدمتونو د وزارت یوه برخه ده، او د امریکا د کورني امنیت وزارت په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

بث اوپنهایم، د کډوالو د بیا مېشتېدو ډلې (HIAS) مشرې، په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «افغان پناه‌غوښتونکي له تر ټولو زیان‌منو ډلو څخه دي چې نږدې ټولې لارې ورته تړل سوې دي او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو هیلې یې کمېږي. د دې خلکو په اړه د معلوماتو راټولول هغه څه دي چې باور له منځه وړلای سي.»

شان وندایور، د «افغان ایواک» بنسټ مشر، ویلي چې د افغان پناه‌غوښتونکو لپاره د نوې مرکې د بهیر په اړه اندېښمن دی.

وندایور ویلي: «دا اندېښنه سته چې کېدای سي د معلوماتو راټولول په راتلونکې کې د ایستلو لپاره وکارول سي.»

هغه زیاته کړې: «که فدرالي حکومت غواړي د افغان کورنیو هوساینه وڅېړي، کولای سي دا کار پرته له دې وکړي چې دا بهیر په پټه د ایستلو پر عملیاتو بدل کړي.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x