د امریکا د استازو جرګې یو شمېر دموکراتو او جمهوري غوښتونکو استازو د افغانستان د وګړو د لنډمهاله خونديتوب د حالت (TPS) د غځولو لپاره یوه طرحه وړاندې کړې ده؛ هغه طرحه چې که تصویب سي، د شرایطو برابر افغانانو د ایستلو مخه به ونیسي او هغوی ته به په متحده ایالاتو کې د کار اجازه ورکړي.
دا لایحه د جیسن کرو، سم لیکاردو، دان بیکن او ماریا الویرا سالازار له خوا کانګرس ته وړاندې سوې ده. د دې طرحې ملاتړي وایي، هغه افغانان چې د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې ده، باید د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته ونه لېږل سي.
د دې طرحې له مخې، هغه وړ افغان وګړي چې اوس په امریکا کې اوسېږي، کولای سي د لنډمهاله خونديتوب حالت او د کار اجازې د ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي. که دا طرحه تصویب سي، دا خونديتوب به د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې دوام وکړي.
د لایحې له مادو سره سم، غوښتونکي باید د قانون له تصویب وروسته په پرلهپسې توګه په متحده ایالاتو کې اوسېدلي وي، خپل هویتي او بایومټریک معلومات وړاندې کړي او د جنايي او امنیتي شالیدونو د ارزونې پړاوونه په بریالیتوب بشپړ کړي.
دا طرحه همدارنګه د امریکا د کورني امنیت وزارت مکلفوي چې د لنډمهاله خونديتوب او د کار د اجازې غوښتنې په عادي ډول د ۹۰ ورځو په ترڅ کې وڅېړي.
خو دا لایحه د قانون د بڼې خپلولو لپاره له ستونزمنې لارې سره مخ ده. اوس مهال جمهوري غوښتونکي د استازو په جرګه کې اکثریت لري، او دا طرحه باید له استازو جرګې او مشرانو جرګې څخه تر تصویب وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لاسلیک لپاره ولېږل سي.
د دې لایحې وړاندې کول په داسې حال کې ترسره سوي دي چې د ټرمپ اداره هڅه کوي د څو هېوادونو، د افغانستان په ګډون، د وګړو د لنډمهاله خونديتوب حالت پای ته ورسوي.
جیسن کرو، دموکرات استازی او د افغانستان د جګړې پخواني سرتېري، د افغانانو له امریکایي ځواکونو سره د همکارۍ په یادولو سره وویل چې د خپل خدمت پر مهال یې په افغانستان کې د زړورو افغانانو تر څنګ جګړه کړې ده او که د هغوی مرسته نه وای، ښایي نن ژوندی نه وای. هغه ټینګار وکړ چې امریکا دغو کسانو ته د ملاتړ ژمنه کړې او باید پر خپلې ژمنې ولاړه پاتې سي.
دان بیکن، جمهوري غوښتونکي استازي، هم وویل چې متحده ایالات باید له خپلو افغان ملګرو څخه، چې د امریکایي ځواکونو د ملاتړ لپاره یې خپل هر څه له خطر سره مخ کړي، مخ وانه ړوي.
ماریا الویرا سالازار، د فلوریډا ایالت جمهوري غوښتونکې استازې، هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان لا هم د طالبانو تر واک لاندې دی او په امریکا کې مېشت زرګونه افغان کډوال که بېرته ستانه سي، د ځورونې، تعقیب او ناامنۍ له ګواښ سره مخامخ کېدای سي. هغې زیاته کړې چې د دغو کسانو ډېریو او د هغوی کورنیو له امریکایي ځواکونو ترڅنګ خدمت کړی او د امریکا د ملاتړ لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د دې طرحې ملاتړي ټینګار کوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله وروسته هم په افغانستان کې امنیتي حالت مناسب نه دی او د شرایطو برابرو افغانانو بېرته ستنول کولای سي هغوی له تاوتریخوالي، ځورونې او تعقیب سره مخ کړي.




