د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) اعلان کړی چي څلور کسان، چي د دې هېواد د نفوسو د ثبت او ملي معلوماتو ادارې دوه لوړپوړي چارواکي هم پکښي شامل دي، په کراچۍ ښار کې افغان وګړو ته د جعلي هویتي اسنادو د صادرولو په تور نیول سوي دي.
پاکستانۍ رسنۍ «ډان» راپور ورکړی دی چي دغه کسان د پاکستان د ملي معلوماتو او نفوسو د ثبت ادارې (نادرا) کارکوونکي دي.
د راپور له مخې، د فدرالي څېړنو ادارې ویلي دي چي لومړنۍ پلټنې ښايي، تورن کسان افغان وګړو ته د جعلي هویتي اسنادو په برابرولو، د معلوماتو په بدلون او نورو ناقانونه کړنو کې ښکېل وو.
د دې ادارې په وینا، شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د نادرا درې کارکوونکي د یوه افغان وګړي لپاره ، چي په زندان کې دی ، د ملي پېژندپاڼې د جوړولو په تور نیول سوي وو.
دا په داسې حال کې ده چي پاکستان د افغان کډوالو اجباري ایستل زیات کړي او هره ورځ زرګونه افغان کډوال اړ باسي چي له دې خاورې ووځي.




