ملګرو ملتونه د تېرو درېیو کلونو په اوږدو کې د شپږ میلیونو کسانو د راستنېدو خبر ورکړ

د ملګرو ملتونه د کډوالو عالي کمیشنري (UNHCR) وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې له ۶.۵ میلیونو څخه ډېر افغان اتباع هېواد ته راستانه شوي دي.
په یوه کمپ کې د راستنېدونکو افغان کډوالو ګڼه ګوڼه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (UNHCR) وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې له ۶.۵ میلیونو څخه ډېر افغان اتباع هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ، د ليندۍ په لومړۍ نېټه، راپور ورکړی دی چې نږدې درې میلیونه تنه یې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، دغو راستنېدنو د افغانستان نفوس ته له ۱۰ سلنې څخه ډېر زیاتوالی ورزیات کړی او پر مسکن، اشتغال او عامه خدماتو فشار زیات کړی دی.

دغه سازمان ویلي دي چې ښځې او نجونې د هغو کسانو چې د دې سازمان تر ملاتړ لاندې دي، له نیمایي څخه ډېره برخه جوړوي او ښځې او ماشومان په ټولیز ډول د دغو کسانو نږدې ۸۲ سلنه دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، راستنې شوې ښځې او نجونې له هر څه ډېر بیړني سرپناه ته اړتیا لري او نغدي مرستې، زده‌کړې، کاري فرصتونه او د ملاتړ خدمات هم د هغوی له مهمو اړتیاوو څخه دي.

دغه بنسټ زیاته کړې ده چې ډېری راستنېدونکي په لږو امکاناتو افغانستان ته ننوځي او د ژوند د بیا پیل لپاره پر خپلو کورنیو او میزبانو ټولنو تکیه لري.

بیشتر بخوانید:  افغان ایواک: امریکا د افغان کډوالو ایستل بیا پیلوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x