د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ فوزیه کوفي، د افغانستان د مجلس پخوانۍ غړې، وویل هر هغه سیاسي بهیر چې د افغانستان د راتلونکي په اړه وي او ښځې پکې حضور نه ولري، مشروعیت نه لري.
هغې د افغانستان د سیاسي بهیرونو ترمنځ د اختلاف او بېباورۍ ته په اشارې سره وویل چې ښځې یوازینۍ هغه ځواک دی چې د هېواد د راتلونکي لپاره ګډې غوښتنې تعقیبوي او په اوسني شرایطو کې د ستونزو تر ټولو درنه بار پر غاړه لري. کوفي په مادرید ناسته کې د بېلابېلو ډلو د استازو حضور د یووالي لپاره د هڅې نښه وبلله او د ښځو د استازیتوب لپاره د یو سیاسي بنسټ د جوړولو وړاندیز ته یې هرکلی وکړ.
هغې هیله څرګنده کړه چې د مادرید ناستې به د یو پراخ او هر اړخیز سیاسي خوځښت د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي چې د اوسني وضعیت څخه د وتلو لاره او د هېواد د لا پسې شاتګ مخنیوی وي. د «زموږ غږ واورئ» دوه ورځنۍ ناستې څلورم پړاو د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د «زنان برای افغانستان» سازمان په همکارۍ، د ليندۍ په لومړۍ او دوهمه نېټه په مادرید کې ترسره شو.
اړوند مطالب:




