طالبان د کډوالو لپاره د خوړو مرستې او سرپناه غوښتنه وکړه

د طالبانو والیان په بادغیس او نورستان کې وايي چې دغو دوو ولایتونو ته راستانه شوې افغان کډوالې کورنۍ، د ژمي په نږدې کېدو سره خوراکي توکو او دایمي سرپناه ته اړتیا لري.
بادغیس او نورستان ته راستانه شوې افغان کډوال کورنۍ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو والیان په بادغیس او نورستان کې وايي چې دغو دوو ولایتونو ته راستانه شوې افغان کډوالې کورنۍ، د ژمي په نږدې کېدو سره خوراکي توکو او دایمي سرپناه ته اړتیا لري. هغوی له کډوالو چارو وزارت وغوښتل چې د دغو کورنیو د وضعیت د رسېدنې لپاره بیړنې مرستې برابرې کړي.

محمد ولی‌جان رحمت، په بادغیس کې د طالبانو والي، او زین‌العابدین عابد، په نورستان کې د دغې ډلې والي، له عبدالکبیر، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سره په کتنه کې وویل چې راستنېدونکې کورنۍ د ژمي له راتلو مخکې خوراکي توکو او سرپناه ته اړتیا لري.
د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې عبدالکبیر د دغو دوو ولایتونو ته د بیړنیو مرستو د لېږد او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د رسېدنې ژمنه کړې ده.

طالبانو هغه کورنۍ نه دي اعلان کړې چې بادغیس او نورستان ته راستانه شوې دي.
بادغیس او نورستان د افغانستان له تر ټولو غریب او لرې پرتو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او اوسېدونکي یې له پراخو اقتصادي ستونزو او ژوند د بنسټیزو امکاناتو ته له محدود لاسرسي سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو او د کډوالو چارو سره تړلو بنسټونو د راپورونو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر دې دمه له ۶ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

بیشتر بخوانید:  طالبانو په جنوبي وزیرستان کې یوه مرزي پوسته وویشتله
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x