پاکستان پر طالبانو نوې تور؛ افغانستان د نیابتي جګړې ډګر شوی دی

په روسیه کې د پاکستان سفیر ادعا کړې ده چې د طالبانو حکومت ځانګړي ځواکونه د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره کاروي، او یو شمېر له سیمې بهر هېوادونه د دغو ځواکونو په مالي ملاتړ، وسله وال کولو او روزنې سره هڅه کوي چې د افغانستان له خاورې د اسلام‌آباد پر ضد نیابتي جګړه پیل کړي.
پاکستان پر طالبانو نوې تور؛ افغانستان د نیابتي جګړې ډګر شوی دی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ فیصل نیاز ترمذي، په مسکو کې د پاکستان سفیر، ادعا وکړه چې طالبان ځانګړي ځواکونه د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره کاروي او ویې ویل چې اسلام‌آباد پوهېږي چې څوک هغوی ته مالي ملاتړ، وسلې او روزنه ورکوي.

هغه د تاس سره په خبرو کې وویل چې یو شمېر له سیمې بهر هېوادونو د افغانستان له خاورې په کار اخیستنې سره د پاکستان پر ضد «نیابتي جګړه» پیل کړې ده. د هغه په وینا، دا پالیسي «لنډه‌فکره» ده او د هیچا په ګټه نه ده، ځکه په سیمه کې د یوه لوی هېواد د بې‌ثباتۍ پایلې ټولو شاوخوا هېوادونو ته رسېږي.

ترمذي له خپلو شریکانو په منځنۍ آسیا، ایران او روسیه وغوښتل چې طالبانو ته روښانه کړي چې د ۲۶۰ میلیونو نفوس، هستوي وړتیا او ۵۰۰ میلیارد ډالرو ناخالص کورني تولید لرونکي هېواد بې‌ثباتول، په ځانګړې توګه د تروریزم له لارې، ناممکن دي

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x