د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د آریانا هوایي شرکت د کابل–مسکو د یو اړخه الوتنو د ټکټ بیه له ۶۵۰ ډالرو څخه ۵۰۰ ډالرو ته راټیټه کړې ده.
دغه شرکت د سهشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۱۵۰ ډالرو په اندازه د ټکټ د بیې راټیټول د سفر د لګښتونو د کمولو او د هغو مسافرو لپاره د اسانتیا د برابرولو په هدف ترسره شوي دي چې د زدهکړې، سوداګرۍ، درملنې او نورو چارو لپاره د کابل او مسکو ترمنځ تګراتګ کوي.
آریانا زیاته کړې ده چې دا پرېکړه د مسافرو د سفر د لګښتونو د کمولو په لوري نیول شوې ده.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو او روسیې سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې پراخې شوې دي. مسکو له طالبانو سره خپل تعامل زیات کړی او د دواړو لورو ترمنځ د رسمي پلاوو تګراتګ او سوداګریزې او ترانزیتي همکارۍ هم زیاتې شوې دي.
طالبانو مخکې هم د کابل-اسلامآباد د الوتنو د ټکټ بیه راټیټه کړې وه.




