د ماشومانو نړیواله ورځ؛ یونیسف: افغان ماشومان د امنیت، زده‌کړې او ښه راتلونکي وړ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی چې افغان ماشومان د امنیت، زده‌کړې او د خپلو خوبونو د تحقق د فرصت وړ دي او باید یوازې په ژوندي پاتې کېدو بسنه ونه کړي.
افغان ماشومان

ونیسف د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې هر ماشوم د یوازې ژوندي پاتې کېدو څخه ډېر څه وړ دی او افغان ماشومان د امنیت، زده‌کړې او د لویو خوبونو د لرلو فرصت وړ دي.

دغه سازمان د افغان ماشومانو یوه ویډیو خپره کړه چې په کې هغوی د جګړې د پای، د نجونو زده‌کړې د دوام، د عدالت تأمین او خپلو خوبونو په اړه خبرې کوي. یو له ماشومانو وویل چې که د نړۍ د بدلولو ځواک یې درلودای، نو د ټولو لپاره به سوله، امنیت او برابر زده‌کړه برابره کړې وای او جګړې د ماشومانو پر رواني حالت جدي زیان رسوي. یو افغان هلک له طالبانو وغوښتل چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پر نجونو خلاصې کړي او یوې نجلۍ وویل چې هغه وخت خوشحاله کېږي چې نجونې وکولای شي ښوونځي او پوهنتون ته لاړې شي.

د ماشومانو نړیواله ورځ په داسې حال کې راځي چې افغان ماشومان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خپلو ډېرو بنسټیزو حقونو ته لاسرسی نه لري او له فقر او اقتصادي بحران څخه اغېزمن شوي دي. د یونیسف راپور له مخې، د خوارځواکۍ بحران د څلورو میلیونو افغان ماشومانو ژوند ته ګواښ پېښوي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو دوه‌ګونه چلند؛ په هرات کې د عربي اتباعو د کاروان سره د ټکر په پایله کې یو هراتي ټپی شو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x