هبت‌الله آخندزاده دطالبانو مشر د نړۍ د ۵۰ بانفوذو مسلمانانو په لیست کې

د طالبانو مشر هبت‌الله آخندزاده نوم د اردن د سلطنتي اسلامي ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له خوا د ۲۰۲۷ میلادي کال د نړۍ د ۵۰ بانفوذو مسلمانانو په لیست کې په ۴۳ رتبه کې ځای نیولی دي. هغه د تېر کال په پرتله یوه پله پورته شوی دی.
هبت‌الله آخندزاده، د طالبانو مشر

دا لیست د اسلامي نړۍ سیاسي، مذهبي، فرهنگي او ټولنیزې څېرې د نفوذ د کچې له مخې درجه‌بندي کوي او په دی کې دحضور معنی دهغوی فعالیت یا نظرونو تأییدپوری اړه نه لري. راپور د آخندزاده په معرفي کولو کې د طالبانو لخوا پر ښځو او نجونو محدودیتونو، په ګډون د شپږم ټولګي پورته نجونو د زده‌کړې بندیز او پوهنتونونو کې د ښځو د زده‌کړې محرومیت ته اشاره کړې ده.

د دې لیست لومړنۍ پنځه څېرې د سعودي عربستان، پاکستان او ترکيې دي. خبر دا هم یادونه کوي چې د نړیوالو قضایي سرچینو په وینا، د لاهې نړیوال جنایي محکمې د آخندزاده او د طالبانو د درې وزیرانو د نیولو حکم صادر کړی دی. له ۲۰۲۱ کال وروسته چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د دغې ډلې اصلي فرمانونه او لوی سیاسي او ټولنیز تصمیمونه د هغه تر څارنې لاندې نیول کېږي.

بیشتر بخوانید:  هبت‌الله د راستنېدو بلنه؛ یاسین ضیا: د دولتي څوکۍ لپاره له طالبانو سره نه جنګېږو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x