د ملګرو ملتونو خبرداری: په افغانستان کې د تروریستي ډلو توان زياتېدل

الکساندر زویف، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په چارو کې،په افغانستان کې د تروریستي ډلو توان او تحرکاتو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ.
الکساندر زویف، معاون دبیرکل سازمان ملل در امور مبارزه با تروریسم

د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ الکساندر زویف، د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په چارو کې،په افغانستان کې د تروریستي ډلو عملیاتي توان او تحرکاتو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال د تروریزم پر وړاندې مبارزې په چارو کې د روسیې تاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې تروریستي ډلې، د القاعدې او داعش، په ګډون افغانستان کې فعالیت لري.

د زویف په وینا، خراسان داعش څانګه پر کابل کې طالب چارواکو د پام وړ فشار راوړي او هڅه کوي چې بریدونه هم د افغانستان په داخل او هم د دې هېواد بهر ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړې ده چې د خراسان داعش ښکاره د خپل توان بیا رغونه کوي او د ملګرو ملتونو د ځینو غړو هېوادونو څخه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د عصري تاکتیکي تجهیزاتو، په ګډون د بې‌پیلوټه الوتکو، ته لاسرسی لري.

زویف ټینګار کړی دی چې دې ډلې ته د داسې تجهیزاتو لاسرسی جلا ننګونه ګڼل کېږي او د رسیدګۍ او ګډ اقدام غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو مرستیال همدارنګه ویلي دي چې د پاکستان د طالبانو تحریک ډله چې په افغانستان کې مېشته ده، له القاعدې سره نږدې اړیکې لري او تروریستي بریدونه یې په عمده ډول پاکستان په نښه کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x