د اروپا پارلمان: د افغان ښځو حقونه د سیاسي معاملو قرباني نه شي.

الساندرا مورتی، د اروپا د پارلمان د افغانستان سره د اړیکو د پلاوي مرستیالې، پر طالبانو د دیپلوماتیکو فشارونو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې اروپا باید د بشري حقونو د وضعیت، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ریښتیني ښه والي مخکې، له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي.
معاون پارلمان اروپا: حقوق زنان افغانستان نباید قربانی معاملات سیاسی شود

لساندرا مورتی، د اروپا د پارلمان د افغانستان سره د اړیکو د پلاوي مرستیالې وویل چې اروپا باید تر هغه چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه ښه نه شي، له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي او «د ښځو حقونه باید هېڅکله د سیاسي معاملو قرباني نه شي.»

هغې د طالبانو هغه سیاست چې ښځې په منظم ډول له زده‌کړو، کار او ټولنیز مشارکت څخه محروموي «جنسیتي آپارتاید» وبلل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې بشردوستانه مرستې دې دوام وکړي، پر طالبانو دې دیپلوماتیک فشار زیات شي او د ښځو د حقونو د نقض عاملین دې مسؤلیت ته راوکړل شي. مورتی وویل چې د افغانستان وضعیت یوازې یوه بشري بحران نه دی، بلکې یو ژور د بشري حقونو بحران دی او د ښځو محدودیتونه یو منظم نظام ته اوښتي دي.

هغې ټینګار وکړ چې اروپا باید د افغانستان د ښځو وضعیت ته عادي نه شي او دا هېواد باید د نړیوالو بحرانونو په منځ کې هېر نه شي. د هغې په وینا، په اروپا پارلمان کې هڅه کېږي چې د افغانستان دننه د ښځو غږ واورېدل شي او اروپایي سیاست‌جوړونکي دې خپلې پرېکړې د هغوی پر روایتونو ولاړې وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x