د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک اعلان وکړ چې د ایران د هوایي حریم د امریکايي بېپیلوټه الوتکو د نقض دوام په غبرګون او له هغو دفاعي او الکترونیکي جګړې عملیاتو وروسته چې د MQ او MQM-170 بېپیلوټه الوتکو په تعقیب، له منځه وړلو او غنیمت نیولو کې ترسره شول، د سپاه جنګي بېپیلوټه الوتکو نن سهار په بحرین کې د شیخ عیسی په پایګاه کې د امریکا یو راداري سیسټم هدف وګړل.
سپاه دا اقدام په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د دښمنانه تحرکاتو پر وړاندې د مقابلې په چوکاټ کې وبلل او ټینګار یې وکړ چې د ایران د هوایي حریم د یرغل دوام او په سیمه کې د پایګاهونو د دښمنانه اقداماتو لپاره کارول به بې ځوابه پاتې نه شي، او د پایلو مسؤلیت به پر امریکا د پوځ پر قوماندانانو وي.




