د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت د پوځ عامه اړیکو اعلان وکړ چې نن سهار د ایران اسلامي جمهوریت د پوځ تخریبي جنګي بېپیلوټه الوتکو په کویټ کې د علی السالم پایګاه کې د امریکا تروریست پوځ د پاتریوت دفاعي سیسټمونه او د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو د توغولو سکې (لانچرونه) په تخریبي بېپیلوټه الوتکو سره هدف وګړل.
د علی السالم هوایي پایګاه د مهمو پایګاهونو څخه ده، د هوایي ترانسپورت اصلي مرکز او د لویدیځې آسیا سیمې ته د پوځي ځواکونو د ننوتلو دروازه ده چې په سیمه کې د امریکا د یرغلګر پوځ په پوځي او لوژستیکي ستراتیژۍ کې محوري رول لوبوي.
«موږ د ایران په دفاع کې د هېڅ ځواک پر وړاندې سر نه خموو، بلکې زموږ ځواب به هر ډول ګواښ او یرغل ته قاطع، کوبنده او پرته له جغرافیایي محدودیت وي.»




