سرچینو رسنیو ته ویلي چې په کویټ کې د افغانستان سفارت دا اونۍ د طالبانو دیپلومات ته سپارل سوی دی.
ددغه راپور له مخې، مولوي محمد شفیق خطیب ، د طالبانو د سفیر په توګه په دغه سفارت کې خپل کار پیل کړی او د پخواني حکومت د استازي ځای یې نیولی دی.
تر اوسه پورې رسمي چارواکو په دې اړه کوم ښکاره غبرګون نه دی څرګند کړي.
دغه بدلون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د طالبانو سره د ځینو هېوادونو د اړیکو د عادي کولو بهیر لا هم روان دی، او هممهاله په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه پراخې نیوکې هم مطرح کېږي.




