په کویټ کې درې امریکايي اډې د ایراني پوځ د بریدونو هدف وګرځېدې

د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ اعلان کړی چې د صاعقه عملیاتو په نولسمه مرحله کې، نن سهار په کویټ کې د امریکا مهمې اډې احمدالجابر، العدېري او عریفجان کمپ د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ویجاړوونکو بې‌پیلوټه الوتکو له خوا په نښه سوې دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د عامه اړیکو ادارې په خبرپاڼه کې اعلان وکړ :

د «ستر شیطان» د پرله‌پسې تېریو او د ژمنو د ماتولو په ځواب کې، نن سهار د صاعقه عملیاتو په نولسمه مرحله کې، د ایران اسلامي جمهوریت پوځ د کویټ په عریفجان اډه کې اداري ودانۍ او د لوري موندنې انتنونه، د العدېري په پوځي کمپ کې د چورلکو ګډ تمځای، او د احمدالجابر په اډه کې د امریکايي پوځ د ځای پر ځای سوو ځواکونو ودانۍ د خپلو بریدګرو بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړې دي.

د عریفجان اډه په سوېل لوېدیځه اسیا کې د امریکا د ځمکنیو ځواکونو د لویو مېشت ځایونو او د قوماندانۍ له مهمو مرکزونو څخه ده، او العدېري کمپ د امریکا د سمندري او هوايي ځواکونو د اپاچي، شینووک او بلک هاوک چورلکو د ځای پر ځای کېدو مرکز بلل کېږي.

همدارنګه، احمدالجابر اډه په لوېدیځه اسیا کې د امریکا د یرغلګر پوځ د اکمالاتو او ملاتړ په برخه کې مهم رول لري او د دې هېواد په هوايي عملیاتو او څارنیزو فعالیتونو کې اغېزمنه ونډه لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ اعلان کړی چې د امریکا د «ترهګرو ځواکونو» د کړنو له امله د سیمې امنیت ګډوډ سوی دی، او د ایران وسله وال ځواکونه هڅه کوي چې له امریکا سره په جګړه کې سیمې ته بېرته امنیت او ارامي راولي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x