په افغانستان کې د طالبانو له لوري د محدودیتونو له زیاتېدو، د سختدریځیو د پراخېدو او د صحرايي سزاوو د دوام هممهاله، د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله مفید وايي، دې ډلې د اساسي قانون په لغوه کولو سره زمینه برابره کړې ده، څو قومي او سلیقهيي سیاستونه پر افغانانو تحمیل کړي.
ښاغلي مفید د معمار خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته د افغانستان اساسي قانون پرېښود او پر ځای یې خپلې غوښتنې او د خپلې خوښې پرېکړې او تګلارې پر وګړو تحمیل کړې دي.
د هغه په وینا، د اعتراض کوونکو د وژل کېدو، د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو په نښه کولو، په عام محضر کې د دورو وهلو په څېر د سزاوو د عملي کولو او د غیر رسمي بندخونو د جوړېدو په اړه ګڼ راپورونه ښايي چې طالبان د افغانستان د وګړو حقونو او غوښتنو ته پاملرنه نه کوي.
دغه سیاسي شنونکی زیاتوي چې طالبان د خپلو ډېرو کړنو د توجیه لپاره د شریعت د پلي کېدو نوم اخلي، خو په عمل کې دا تګلارې د افغانانو پر ژوند فشارونه، محدودیتونه او ستونزې زیاتې کړې دي.
د حمیدالله مفید څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالو ادارو هم څو ځله په افغانستان کې د بدني سزاوو د زیاتېدو، د بنسټیزو حقونو او آزادیو پر پراخو محدودیتونو او د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړي ده.




