ولادیمیر پوتین په چین کې د APEC ناستې په ترڅ کې روسیه د پانګونې مقصد معرفي کړ او وویل چې دغه هېواد سره له نړیوالو بندیزونو پرمختګ کوي. هغه د روسیې د منزوي کولو هڅې رد کړې او ویلي یې چې مسکو «په عزت» له ننګونو تېرېږي.
پوتین د روسیې ناخالص کورني تولید دوامدارې ودې ته په اشارې سره وویل چې لویدیځ بندیزونه ونه توانېدل د اقتصادي پراختیا مخه ونیسي او د روسیې اقتصادي فعالیت له بندیز لګولو هېوادونو څخه هم ښه دی. هغه روسیه د غلو او کیمیاوي سرو د صادراتو په برخه کې نړیوال مخکښ وباله.
پوتین وویل چې آسیا-پاسیفیک د نړیوال اقتصاد کانون او د صنعت او ټکنالوژۍ اصلي قطب شوی دی او د APEC غړي له ۶۰ سلنې څخه ډېر د نړۍ ناخالص کورني تولید، ۳۶ سلنه نفوس، ۵۰ سلنه د توکو سوداګري او ۳۵ سلنه د خدماتو سوداګري په لاس کې لري. هغه ډاډ څرګند کړ چې پانګهوال د روسیې ټکنالوژیو ته لېوالتیا لري.
هغه همدارنګه وویل چې تېر کال له ایران سره توافقونه اغېزمن وو، سږ کال له اندونیزیا سره توافق شوی او له هند، پاکستان، اردن او زیمبابوې سره همکارۍ پراخېږي؛ له چین سره اقتصادي همکاري هم د پام وړ زیاته شوې ده.




