مولوي احمدالله وثیق، د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس، د المپیک مډال ګټونکو ځوانانو د هڅونې د نړیوالې غونډې په څنډه کې ، د میخایل دیګتیاریوف ، د روسیې د المپیک کمېټې او ورزش له وزیر ، سره لیدنه کړي.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوهاړخیزو ورزشي اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د وړاندې سویو معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د ورزشي تعاملاتو پر پراختیا، د ورزشکارانو پر ملاتړ او د دواړو هېوادونو د ورزشي بنسټونو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو د زمینې پر برابرولو ټینګار سوی دی.
دا لیدنه په داسې مهال ترسره کېږي چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په وروستیو کلونو کې هڅه کړې د سیمې او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې ورزشي اړیکې پراخې کړي.




