لامین یامال د لالیګا غوره لوبغاړی شو

بارسلونا د لالیګا د کلنیو جایزو په لیست کې تر ټولو ډېره برخه ترلاسه کړه؛ چېرې چې لامین یامال د ۲۰۲۵-۲۶ فصل غوره لوبغاړی وټاکل شو او هانسي فلیک هم د دې سیالیو د غوره روزونکي جایزه واخیسته.
لامین یامال، مهاجم بارسلونا

لامین یامال، د بارسلونا بریدمن، د تېر فصل د لالیګا د سیالیو د تر ټولو ارزښتناک لوبغاړي جایزه خپله کړه او فلیک هم د فصل غوره روزونکی شو.

بارسلونا د لالیګا د کلنیو جایزو په لیست کې تر ټولو ډېره برخه ترلاسه کړه؛ چېرې چې لامین یامال د ۲۰۲۵-۲۶ فصل غوره لوبغاړی وټاکل شو او هانسي فلیک هم د دې سیالیو د غوره روزونکي جایزه واخیسته.

د لالیګا د رسمي وېب‌سایټ د اعلان له مخې، دا جایزې د «EA Sports» شرکت په ملاتړ او د ګلوب سوکر کلني مراسم په ترڅ کې، د دسمبر په ۲۸مه (د لیندۍ په ۷مه) په متحده عربي اماراتو کې ورکړل شي.

یامال، چې د تېر فصل په اتلولۍ کې د بارسلونا له اغېزمنو څېرو څخه و، ۱۶ ګولونه او ۱۲ ګول‌پاسونه ثبت کړل او ځلاند فعالیت یې وښود او د فصل د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.

دغه ځوان ستوری په دې جایزه سره د رافینیا ځای ناستی شو، چې مخکې یې دا لقب ترلاسه کړی و.

د غوره روزونکي په برخه کې هم هانسي فلیک، د بارسلونا الماني روزونکی، د دې ټیم د بریالي رهبرۍ او د لالیګا د اتلولۍ د ۹۴ امتیازونو په ترلاسه کولو له امله د فصل غوره روزونکی وټاکل شو.

د بارسلونا درېیمه جایزه خوان ګارسیا، د دې ټیم ګولکیپر، ته ورسېده. هغه د اسپانیول پر وړاندې په لوبه کې د خپلې زړه راښکونکې ژغورنې له امله د فصل د غوره سیو جایزه خپله کړه. ګارسیا د دې لقب لپاره له یان اوبلاک او اونای سیمون سره سیالي وکړه

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x