د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبه؛ د سپورت په تاریخ کې تر ټولو ګرانه سیالي؟!

د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبه د ارجنټاین او هسپانیې د ملي لوبډلو ترمنځ، چې ټاکل سوې د یکشنبې په ورځ د امریکا د نیوجرسي ایالت په مېټ‌لایف لوبغالي کې ترسره سي، د ټکټونو د بیو له پلوه د سپورت په تاریخ کې د تر ټولو ګرانې سیالۍ د ریکارډ د ثبتېدو په درشل کې ده.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبه؛ د سپورت په تاریخ کې تر ټولو ګرانه سیالي؟!

د ۲۰۲۶ نړیوال جام وروستۍ لوبه د ارجنټاین او هسپانیې ترمنځ، چې د یکشنبې په ماښام د سرطان په ۲۸مه د امریکا د نیوجرسي ایالت په مېټ‌لایف لوبغالي کې ترسره کېږي، د ټکټونو د بیو له پلوه د سپورت په تاریخ کې د تر ټولو لوړه بیه لرونکې سپورټي پېښې د جوړېدو په درشل کې ده.

د «اتلتیک» وېبپاڼې د راپور له مخې، د دې لوبې د ټکټونو بیې په ثانوي بازار (د بیا پلور بازار) کې د وروستیو کلونو له ټولو سترو سپورټي پېښو، لکه سوپر بول او د امریکا د مسلکي باسکټبال لیګ (NBA) له پایلوبې څخه لوړې سوې دي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د پایلوبې د رسمي ټکټونو د پلور په لومړي پړاو کې، د لوبغالي د لوړو پوړونو د څوکۍ بیه ۴ زره او ۲۱۰ ډالره او د لوبې میدان ته نږدې د ټکټونو بیه ۶ زره او ۷۳۰ ډالره ټاکلې وه. خو په راتلونکو میاشتو کې د لومړۍ درجې د ځینو ټکټونو رسمي بیه ۱۰ زره او ۹۹۰ ډالرو ته لوړه سوه؛ هغه شمېره چې هماغه مهال د مینه‌والو له پراخو غبرګونونو سره مخ سوه.

اوس، د لوبې له ترسره کېدو یوازې دوه ورځې مخکې، د بیا پلور په بازار کې بیې د فیفا له رسمي نرخونو څخه ډېرې لوړې سوې دي.

د «SeatGeek» د ټکټونو پلور وېبپاڼې ویلي چې په دې پلاتفورم کې د نړیوال جام د پایلوبې د پلورل سوو ټکټونو منځنۍ بیه ۱۲ زره او ۷۵۱ ډالرو ته رسېدلې ده. دا شمېره د پخواني ریکارډ، یعنې د ۲۰۲۴ سوپر بول د ټکټونو له منځنۍ بیې څخه، چې د سان‌فرانسیسکو فورټي‌ناینرز او کانزاس‌سیتي چیفز ترمنځ وه او ۱۰ زره او ۵۴۰ ډالره وه، له ۲ زرو ډالرو څخه ډېره لوړه ده.

همدارنګه، د «StubHub» شرکت اعلان کړی چې د نړیوال جام د پایلوبې لپاره غوښتنه نږدې د ۲۰۲۴ سوپر بول له غوښتنې سره برابره ده او حتی د NBA د پایلوبې له شپږمې لوبې څخه هم زیاته ده؛ که څه هم هغه لوبه په پای کې ترسره نه سوه، ځکه چې د نیویارک نیکس لوبډلې په پنځو لوبو کې د اتلولۍ مقام ترلاسه کړ.

د ټکټونو د بازار کارپوهان باور لري چې د مېټ‌لایف لوبغالي لوړ ظرفیت د دې ریکارډ اهمیت لا زیاتوي. دغه لوبغالی به د نړیوال جام د پایلوبې پر مهال د ۸۰ زره او ۶۶۳ نندارچیانو کوربه وي؛ هغه ظرفیت چې د ۲۰۲۴ سوپر بول د ۶۱ زره کسیز لوبغالي او د NBA پایلوبې لپاره د ۱۹ زره کسیز مدیسن سکوېر ګارډن له ظرفیت څخه ډېر لوړ دی.

د «TicketData.com» وېبپاڼې د شمېرو له مخې، د پنجشنبې تر ماښامه لوبغالي ته د ننوتلو تر ټولو ارزانه موجود ټکټ شاوخوا ۷ زره او ۶۰۰ ډالره بیه درلوده. دا بیه د کرونا له دورې وروسته د ترسره سوو ټولو سوپر بولونو، په نیویارک کې د NBA وروستیو پایلوبو او د امریکا د پوهنتونونو د فوټبال د ټولو وروستیو پایلوبو له ټکټونو څخه لوړه ده.

د فیفا په رسمي بیا پلور سیسټم کې هم تر ټولو ارزانه موجود ټکټ شاوخوا ۸ زره او ۲۸۰ ډالره بیه درلوده، چې د لوبغالي د درېیم پوړ د وروستیو قطارونو له یوې څوکۍ سره تړاو لري. همدارنګه، د لومړۍ درجې تر ټولو ارزانه ټکټ له ۱۲ زرو ډالرو څخه په لوړه بیه وړاندې سوی وو.

په نورو بیا پلورونکو پلاتفورمونو کې هم د لومړۍ درجې تر ټولو ارزانه ټکټ شاوخوا ۱۱ زره او ۵۰۰ ډالره بیه درلوده. په «StubHub» وېبپاڼه کې ډېری موجود ټکټونه چې بیې یې د ۷ زره او ۸۰۰ څخه تر ۱۰ زرو ډالرو پورې وې، د لوبغالي د منځنیو او لوړو پوړونو لپاره وو، او په ټیټ پوړ کې د دوو څوکیو تر ټولو ارزانه بیه، چې د یوې دروازې تر شا وې، له ۱۰ زره او ۸۰۰ ډالرو څخه زیاته ټاکل سوې وه.

د بیو د بهیر څېړنه ښايي چې د پایلوبې ټکټونه په تېرو میاشتو کې هم تل په ډېر لوړ نرخ پلورل سوي دي. د ډسمبر له میاشتې څخه د مې تر لومړیو پورې، تر ټولو ارزانه ټکټونه عموماً د ۸ زرو او ۹ زرو ډالرو ترمنځ وو، وروسته د لنډ وخت لپاره د ۷ زرو او ۸ زرو ډالرو کچې ته راټیټ سول. خو د نړیوال جام له پیل او د سیالیو د زیاتېدو له امله، بیې بېرته شاوخوا ۱۲ زرو ډالرو ته لوړې سوې.

که څه هم د ارجنټاین پایلوبې ته رسېدل او په نړیوال جام کې د لیونل مسي د وروستۍ احتمالي برخې اخیستنې امکان، د دې لوبې د غوښتنې د زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي، خو کارپوهان ټینګار کوي چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبې ته بې‌ساری لېوالتیا له هغه ډېر مخکې پیل سوې وه چې د ارجنټاین حضور په پایلوبه کې یقیني سي.

د څارونکو په باور، همدا لوړه غوښتنه د دې سبب سوې چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبه د نړۍ د سپورت په تاریخ کې په یوه له تر ټولو ډېر غوښتل کېدونکو او ګران بیه پېښو بدله سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x