د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ښځو آنلاین پوهنتون (WOU) د «د لوړو زدهکړو د آزادو معلوماتو ۲۰۲۷» نړیوالې درجهبندۍ په نظام کې ځای ترلاسه کړی او د دې نظام په ثبت شوو لوړو زدهکړیزو بنسټونو کې شامل شوی دی.
دغه پوهنتون د چهارشنبې په ورځ، د ليندۍ په ۴مه، ویلي دي چې په دې درجهبندۍ کې یې په نړیواله کچه ۱۰ زره او ۵۲۸م ځای او په هېوادني کچه ۳۰۴م ځای ترلاسه کړی دی.
د لوړو زدهکړو د آزادو معلوماتو درجهبندۍ نظام پوهنتونونه د علمي او څېړنیزو فعالیتونو، علمي اغېز، پوهې ته د آزاد لاسرسي او نړیوالو همکاریو په څېر شاخصونو له مخې ارزوي.
د ښځو آنلاین پوهنتون دا لاسته راوړنه د خپلو علمي او زدهکړیزو ظرفیتونو د معرفي کولو او د لوړو زدهکړو په نړیواله عرصه کې د حضور د پراخولو په لوري یو ګام بللی دی.
د دغه پوهنتون په وینا، په دې درجهبندۍ کې شاملېدل کولای شي د علمي او څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا او د دې زدهکړیز بنسټ د نړیوال پېژندلو د زیاتېدو زمینه برابره کړي.
د ښځو آنلاین پوهنتون له ۲۳ زرو څخه ډېرو زدهکوونکو، یو زر او ۱۰۰ استادانو، ۱۵۰ اداري همکارانو او ۱۶ پوهنځیو سره په لوړو زدهکړو کې فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پوهنتونونو دروازې پر نجونو زدهکوونکو بندې شوې او له زدهکړې حق څخه محرومې شوې.

