د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د فعالانو او سیاستوالو د ناستې دریم پړاو د چهارشنبې په ورځ د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په مادرید ښار کې پیل شو. په دې یوه ورځنۍ ناسته کې د سیاسي ګوندونو، خوځښتونو، شبکو او مدني بنسټونو استازو، پخوانیو وزیرانو او د پارلمان غړو، ډیپلوماتانو، د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، دیني عالمانو او خپلواکو مدني فعالانو برخه اخیستې ده او دوی د افغانستان د راتلونکي احتمالي سناریوګانو او د هېواد مخته ولاړ فرصتونو او ننګونو څېړنه کوي.
د دې خبرو اترو مشري فوزیه کوفي، د استازو د مجلس پخوانۍ مرستیالې، پر غاړه لري. دا ناسته پر دوو پخوانیو ناستو د پایلو ولاړه ده او ګډونوال د «د بدلون د تیورۍ» په نامه میتود په مرسته څېړي چې د افغانستان وضعیت به په راتلونکي کې کومې لارې خپلې کړای شي او په هر سناریو کې به د هېواد مخته ولاړ فرصتونه او ستونزې څه وي.
جوړونکي وايي چې یو له هدفونو څخه د سیاسي او مدني بهیرونو ترمنځ د باور پیاوړتیا او د هغوی د همکاریو د زمینو پېژندل دي. د انساني کرامت ساتل، د ښځو حقونو رعایت او په پرېکړهنیونې کې د هغوی اغېزمن رول، ټولشموله حکومتداري، د قانون حاکمیت، عدالت او د افغانستان د ټولنې د تنوع درناوی د دې خبرو اترو له اصلي محورونو څخه بلل شوي دي.




