د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د قطر سره د یو توافقلیک د لاسلیک خبر ورکړ چې موخه یې په افغانستان کې کاناډايي اتباعو ته د قونسلي خدماتو وړاندې کول او مرسته کول دي. آنیتا آنند، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې، په اوتاوا کې د کاناډا او قطر ترمنځ له لومړنیو ستراتیژیکو خبرو اترو وروسته، د قطر د بهرنیو چارو په چارو کې د دولت د وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره د دې توافق د لاسلیک خبر ورکړ.
دغه توافق چې «د ملاتړ کوونکي ځواک ترتیبات» نومېږي، هدف یې په افغانستان کې د کاناډايي اتباعو د پېچلو قونسلي قضیو د رسېدنې لپاره د دواړو هېوادونو د همکاریو پیاوړتیا ده، ترڅو کاناډا په کابل کې د خپل دیپلوماتیک استازیتوب د نشتوالي په حالت کې اړین خدمات او ملاتړ وړاندې کړي.
کاناډا د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحولاتو وروسته په کابل کې خپل سفارت تړلی او دیپلوماتیک حضور نه لري. دا توافق د دیپلوماتیک او قونسلي همکارۍ چوکاټ برابروي، خو د کاناډا د سفارت په کابل کې د بیا پرانیستلو یا په افغانستان کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه د دې هېواد د پالیسۍ د بدلون مانا نه لري.




