د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ د پاکستان «جمعیت علمای اسلام» ګوند اعلان وکړ چې د دغه هېواد پولیسو په لاهور کې د دې ګوند مشر مولانا فضلالرحمان استوګنځی محاصره کړی او هغه ته یې د خپل استوګنځي څخه د وتلو مخه نیولې ده.
د دې ګوند په وینا، فضلالرحمان د دوشنبې په ماښام د وکیلانو په غونډه کې د وینا کولو لپاره لاهور ته تللی و، خو د پنجاب پولیسو ځواکونه د هغه د استوګنځي بهر او ننوتلو کې ځای پر ځای شوي، د کلي په ننوتلو کې یې کانټینرونه اېښي او حتی د هغې د اوسېدونکو ازاد تګراتګ هم مخنیوی کوي.
کامران مرتضی، د پاکستان د سنا مجلس غړی، دا اقدام د بنسټیزو ازادیو او دیموکراتیکو ارزښتونو خلاف وبلل او ویې ویل چې د یو سیاسي مشر د ازاد تګراتګ د مخنیوي لپاره هېڅ توجیه نشته؛ هغه له پولیسو وغوښتل چې خنډونه لرې کړي او فضلالرحمان ته اجازه ورکړي چې ازادانه تګراتګ وکړي.




