د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ژان نوئل بارو، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، په افغانستان کې د طالبانو پر ښځو او نجونو پالیسۍ «جنسیتي آپارتاید» وبللې او ویې ویل چې دا ډله اوس غواړي حتی د ښځو نوم هم له منځه یوسي. د هغه په وینا، افغان ښځې او نجونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اوسنيې پېړۍ په تر ټولو بد ډول تبعیض سره مخ دي او له زدهکړو، کار او روغتیايي خدماتو محرومې او له عامه ژوند څخه شړل شوې دي.
بارو د طالبانو چلند له ښځو سره «غیر انساني شکنجه» وبلله او د افغان ښځو په خطاب یې وویل چې فرانسه د هغوی ترڅنګ ولاړه ده. هغه وویل چې دغه هېواد به د بشریت پر وړاندې د جنایتونو د مخنیوي او مجازاتو د کنوانسیون په خبرو اترو کې هڅه وکړي چې «جنسیتي آپارتاید» د جرم په توګه وپېژندل شي.
د بارو په وینا، فرانسې په تېرو پنځو کلونو کې ۱۸۷ میلیونه یورو هغو بشردوستانه پروګرامونو ته ځانګړي کړي چې افغان ښځې د ښځو د ملاتړ لپاره اداره کوي او د وضعیت په لا خرابېدو سره به خپل ملاتړ زیات کړي. د فرانسې پوهنتونونه به د ۲۰۲۷ کال په جنوري کې پنځوس افغانې زدهکوونکې ومني او د فرانسې حکومت به د همدې کال په سپتمبر کې افغان ممتازو زدهکوونکو ته ۳۵ بورسونه ورکړي.




