سپنتا: پر طالبانو د آلمان پالیسي دوه‌ګونه او سیاسي ریاکاري ده

رنګین دادفر سپنتا، د پخواني افغان حکومت د ملي امنیت پخوانی سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر، پر طالبانو د آلمان پالیسي تر نیوکې لاندې ونیوله او هغه یې د دوه‌ګونو معیارونو او سیاسي ریاکارۍ بېلګه وبلله.
سپنتا از سیاست دوگانه آلمان در برابر طالبان انتقاد کرد

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ رنګین دادفر سپنتا، د پخواني افغان حکومت د ملي امنیت پخوانی سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر، پر طالبانو د آلمان پالیسي د دوه‌ګونو معیارونو او سیاسي ریاکارۍ بېلګه وبلله.

هغه د اشپیګل هغه راپور په غبرګون کې چې په افغانستان کې یې د نارینه ډاکټرانو له خوا پر ښځو د بیړنۍ درملنې بندیز او اروپا ته د طالب ډیپلوماتانو سفرونه پکې راغلي وو، ولیکل: «په داسې حال کې چې افغان ډاکټران حتی پر ښځو د بیړنۍ درملنې اجازه نه لري، درې طالب ډیپلوماتانو آلمان ته د ننوتلو او دوو نورو ډیپلوماتانو پاریس ته د سفر اجازه ترلاسه کړې ده.»

سپنتا دا چلند د هغې پالیسۍ بېلګه وبلله چې تل پر قاعدو ولاړ نړیوال نظم اصولو خبرې کوي. هغه د لویدیځو هېوادونو پالیسي د دیموکراتیکو ارزښتونو له پامه غورځولو او د ضد بشري شرایطو زغملو له امله تر نیوکې لاندې ونیوله او ویې ویل چې دا پالیسۍ اوس خپلې ښکاره پایلې ښیي. د هغه په وینا، د لویدیځ او د هغه د سیاسي سیالانو ترمنځ اصلي توپیر دا دی چې سیالان خپل دریځونه په ښکاره بیانوي، خو لویدیځ خپلې ریښتیني موخې د ډیپلوماتیکو عبارتونو تر شا پټوي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو مشر: د طالبانو د چارواکو منتقدین به مجازات شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x