د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ د سوئیس د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دغه هېواد چمتو دی، په دې شرط چې شرایط برابر شي، د روسیې او اروپا ترمنځ د خبرو اترو کوربه وي او اړین سازماني او لوژستیکي ملاتړ برابر کړي. دغه وزارت ریانووستي ته په ځواب کې وویل چې د اوکراین د شخړې د حل د ډیپلوماتیک بهیر له ټولو لورو سره په اړیکه کې دی او د سولې لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي.
دا دریځ وروسته له هغه مطرح شو چې پوتین د اروپا سره د خبرو اترو لپاره د مسکو د چمتووالي خبر ورکړ او له اروپايي استازو یې وغوښتل چې د ډیپلوماتیکو لارو له لارې مسکو ته سفر وکړي؛ په مقابل کې یو شمېر اروپايي مشران غواړي چې خبرې اترې د روسیې څخه بهر په یوه بېطرفه ځای کې ترسره شي. سوئیس د ۲۰۲۴ کال په جون میاشت کې په بورګناشتاک کې د اوکراین د سولې ناستې کوربه و، چې روسیه پکې نه وه ګډه. د روسیې سفارت په سوئیس کې مخکې د دې هېواد د بېطرفۍ په اړه، د ناټو سره د نږدېوالي او پر مسکو د بندیزونو د لګولو له امله شک څرګند کړی و.




