د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره وزارتونو ترمنځ مشورتي ناستې ترسره سوې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې دا ناسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د آسیا دوهم ډیپارټمنټ د استازو او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ډیپارټمنټ ترمنځ ترسره سوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه، چې پکښې په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او بشردوستانه برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ شاملې دي، خبرې اترې او نظرونه تبادله کړي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دې خبرو اترو د محتوا په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی. تر دې وړاندې مسکو او طالبانو د پوځي او تخنیکي همکاریو په برخه کې هم یو تړون لاسلیک کړی وو.




