د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان متحد جبهې چې مشري یې سمیع سادات کوي، ادعا کړې ده چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په څلورو ولایتونو کې عملیات ترسره کړي او د طالبانو درې غړي یې وژلي دي.
دغې ډلې همدارنګه اعلان کړی دی چې په پکتیا ولایت کې یې د طالبانو یو موټر د چاودېدونکو توکو په مرسته ویجاړ کړی دی.
د متحد جبهې د ادعا له مخې، دا عملیات په سرپل، فاریاب، غور او پکتیا ولایتونو کې ترسره شوي او په ترڅ کې یې یو شمېر وسلې او تجهیزات هم د دغې ډلې ځواکونو ته ورغلي دي.
طالبانو تر دې دمه پر دې ادعاوو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
اړوند مطالب:




