سراجالدین حقاني، د طالبانو کورنیو چارو وزیر، پر دې اړتیا ټینګار وکړ چې خلک باید د دغې ډلې نظام ملاتړ وکړي او ویې ویل چې طالب چارواکي باید له هغو چلندونو څخه ډډه وکړي چې خلک ترې لرې کوي، ځکه د خلکو ملاتړ د نظام دوام لپاره اړین دی.
هغه «د طالبانو د مشرۍ فرمانونو اغېزې» په کنفرانس کې (دوشنبه، د لړم۲۵مه) وویل چې چارواکي باید کلیو او کلیوالي سیمو ته لاړ شي، خلک د اسلامي نظام له ارزښتونو سره آشنا کړي او هغوی د دې نظام د ملاتړ لپاره وهڅوي. حقاني زیاته کړه چې د اسلامي نظام پلي کول له شل کلنې مبارزې څخه لوی مسؤلیت دی او لا هم ډېری خلک د هبتالله آخندزاده له پالیسیو سره موافق نه دي.
هغه ټینګار وکړ چې په اسلامي نظام کې فرد اهمیت نه لري، بلکې پخپله نظام مهم دی او که ستونزو د حل لپاره پر شخصي نظر ټینګار وشي، نظام به په یو فرد وتړل شي. حقاني همدارنګه وویل چې د طالبانو د مشر ستاینه اړینهنه ده او چارواکي باید خپل مسؤلیتونه ترسره کړي.
اړوند مطالب:




