آزادۍ جبهې؛ کاپیسا کې یې پر یوه طالب پوسته برید ګړی دی.

د آزادۍ جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی ځواکونو تېره شپه د کاپیسا ولایت مرکز محمودراقي ښار اړوند د «ریګ روان» سیمې په یوه طالب پوسته برید ترسره کړ.
د افغانستان د آزادۍ جبهه

د معمار خبري اژانس راپور له مخې، آزادۍ جبهې ویلي چې د دوی ځواکونو تېره شپه د کاپیسا ولایت مرکز محمودراقي ښار اړوند د «ریګ روان» سیمې په یوه طالب پوسته برید کړی دی.

د دغې جبهې په اعلامیه کې راغلي دي چې برید د درنو وسلو او د ماشین ګونو په ډزو ترسره شو او د دواړو لورو ترمنځ وسله‌واله نښته شاوخوا نیم ساعت دوام وکړ.

آزادۍ جبهې ادعا کړې ده چې په دې برید کې درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د دغې جبهې په وینا، د طالبانو پوسته هم ویجاړه شوې او د آزادۍ جبهې ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د کاپیسا ولایت د طالبانو محلي چارواکو تر دې دمه د دې ادعا او د دې نښتې د پېښېدو په اړه راپورونو په هکله هېڅ غبرګون نه دی ښودلی او دا ادعا په خپلواکه توګه نه شي تأییدېدای.

بیشتر بخوانید:  کاپ ۳۱؛ طالبان د غونډې له کتنې پاتې شول.
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x