د سبز بهیر: طالبانو خپل مشروعیت له خلکو نه دی اخیستی

د امرالله صالح په مشرۍ د سبز بهیر په یوه اعلامیه کې د طالبانو د مشر هویت او مخینه تر پوښتنې لاندې نیولې او ویلي یې دي چې د دې ډلې مشروعیت نه د خلکو له ارادې، بلکې د دوحې د تړون له توافقونو او پټو برخو سرچینه اخیستې ده.
امرالله صالح، د سبز بهیر مشر

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د سبز بهیر د طالبانو د مشر هبت‌الله آخندزاده د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې اعلان کړی دی چې هغه د دوحې له تړون مخکې حتی د افغانستان په داخل کې د حضور او یوې شپې تېرولو توان نه درلود.

دې سیاسي بهیر په یوه اعلامیه کې د طالبانو د مشر هویت او مخینه تر پوښتنې لاندې نیولې او ویلي یې دي چې د دې ډلې مشروعیت نه د خلکو له ارادې، بلکې د دوحې د تړون له توافقونو او پټو برخو سرچینه اخیستې ده.

د سبز بهیر همدارنګه د طالبانو پالیسۍ او عملکرد تبعیضي او ضدملي بللي او ادعا کړې ده چې دا چلندونو د نارضایتیو زیاتوالی او د اتباعو د دې ډلې څخه لرې کېدو لامل شوی دی.

بیشتر بخوانید:  کابل پوهنتون کې د طالبانو ناسته
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x