د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو لوړپوړي چارواکي پرون په کابل پوهنتون کې یوې ناستې ته راټول شول؛ هغه ناسته چې اصلي هدف یې د دغې ډلې د مشر هبتالله آخندزاده د فرمانونو د اغېزو څېړنه اعلان شوې وه، خو په عمده ډول پر سیاسي او امنیتي مسائلو متمرکزه وه.
دا ناسته د «علمي او څېړنیز کنفرانس» په سرلیک او د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په نوښت ترسره شوه.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت ویلي دي چې په دې کنفرانس کې په زرګونو دیني عالمان، د پوهنتونونو استادان او څېړونکي حاضر دي.
سره له دې چې څرګنده نه ده چې دا ناسته به څو ورځې دوام وکړي، خو د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت کابل پوهنتون د یوې اونۍ لپاره رخصتي اعلان کړې ده.
په دې ناسته کې عبدالسلام حنفي، د لومړي وزیر اداري مرستیال، عبدالحکیم حقاني، د عالي محکمې رئیس، عبدالحکیم شرعي، د عدلیې وزیر، سراجالدین حقاني، د کورنیو چارو وزیر، ندا محمد ندیم، د لوړو زدهکړو وزیر، خالد حنفي، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر او د طالبانو یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي حاضر وو.




