د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ «د افغانستان متحد جبهې» ویلي دي چې «روحالله صمیم»، د طالبانو د «۰۱۰۰» استخباراتو د ریاست مرستیال، د خپل ساتونکي سره یوځای په کابل کې په یوه برید کې ووژل شو.
دغې جبهې په یوه اعلامیه خپرولو سره ویلي دي چې دا برید پرون شپه (سهشنبه، د لړم ۲۶مه) د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.
«د افغانستان متحد جبهې» زیاته کړې ده چې د طالبانو د «۰۱۰۰» استخباراتو ریاست مأمورین په کابل کې د خلکو په نیولو، شکنجه کولو او له منځه وړلو کې رول درلود او د «روحالله صمیم» په حکم یې ګڼ شمېر کسان ورک کړي یا وژلي دي.
د طالبانو امنیتي چارواکو په کابل کې تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
«د افغانستان متحد جبهې» مخکې هم په کابل کې د طالبانو پر ضد د بریدونو خبر ورکړی و. طالبان په عمده ډول د دغو بریدونو په اړه چوپ پاتې کېږي.




