د افغانستان اسلامي جمعیت او د ملي مقاومت جبهه: سیاسي واک د هیچا شخصي ملکیت نه دی

د افغانستان اسلامي جمعیت او ملي مقاومت جبهې په یوه ګډه اعلامیه کې په کابل پوهنتون کې د طالبانو مشر د ملاتړ ناستې له ترسره کولو نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې سیاسي واک د هیچا یا کومې ډلې شخصي ملکیت نه دی او خلک باید د ازادو ټاکنو له لارې د هېواد د سیاسي نظام په اړه پرېکړه وکړي.
جمعیت اسلامی و جبهه مقاومت ملی افغانستان

د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ د افغانستان اسلامي جمعیت او ملي مقاومت جبهې په یوه ګډه اعلامیه کې په کابل پوهنتون کې د طالبانو مشر د ملاتړ ناستې له ترسره کولو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې سیاسي واک د هیچا یا کومې ډلې شخصي ملکیت نه دی او خلک باید وکولای شي د ازادو ټاکنو له لارې د هېواد سیاسي نظام په اړه پرېکړه وکړي.

دغو دوو سیاسي بهیرونو ویلي دي چې طالبان د دې ډول ناستو په ترسره کولو سره هڅه کوي خپل حاکمیت ته مشروعیت ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې طالبان د خپلو اړوندو ملايانو په راټولولو سره د کابل پوهنتون له ځایګي د سیاسي اهدافو لپاره کار اخلي.

اسلامي جمعیت او ملي مقاومت جبهې ټینګار کړی دی چې سیاسي مشروعیت د خلکو له غوښتنې او رضایت څخه لاس ته راځي او د نمایشي ناستو ترسره کول نشي کولای هغه حکومت ته چې د اتباعو حقونه له پامه غورځوي، مشروعیت ورکړي.

دغو دوو سیاسي بهیرونو همدارنګه ویلي دي چې د افغانستان د خلکو غوښتنه د حکومتي څوکیو د طالبانو اړوندو کسانو ترمنځ ویشل نه دی. د هغوی په وینا، خلک بنسټیز حقونه، ازادي، عدالت او په خپل سیاسي برخلیک د ټاکلو کې ریښتینی مشارکت غواړي.

بیشتر بخوانید:  بریتانیا هڅه کوي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي

هبت‌الله آخندزاده، د طالبانو مشر، د سه‌شنبې په ورځ، د لړم په ۲۶مه، په کابل پوهنتون کې د خپلو فرمانونو د څېړنې په ناسته کې له طالبانو مخالفینو وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي. هغه وویل چې مخالفین کولای شي د وړتیا په صورت کې د طالبانو په اداره کې څوکۍ واخلي.

اړوند مطالب:

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x