په کابل کې د طالبانو مشر د ملاتړ ناسته ترسره کېږي

سرچینې وايي چې په کابل کې به د طالبانو د مشر هبت‌الله آخندزاده د ملاتړو چارواکو او ملايانو په حضور ناسته ترسره شي؛ هغه ناسته چې د هغوی په وینا، موخه یې د طالبانو د مشر ملاتړ اعلانول او پر سراج‌الدین حقاني او نورو لوړپوړو چارواکو فشار راوړل دي ترڅو د هغه اوامر په بشپړ ډول اجرا کړي.
هبت‌الله آخندزاده، د طالبانو مشر

د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ سرچینې وايي چې په کابل کې به د طالبانو مشر هبت‌الله آخندزاده د ملاتړو ملايانو په حضور ناسته ترسره شي. د دغو سرچینو په وینا، د دې ناستې ترسره کولو هدف د آخندزاده ملاتړ او پر سراج‌الدین حقاني او د طالبانو نورو لوړپوړو چارواکو فشار راوړل دي ترڅو د دغې ډلې د مشر فرمانونه په بشپړ ډول اجرا کړي.

سرچینو افغانستان اینټرنشنل ته ویلي دي چې دا ناسته د طالبانو د زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په همغږۍ او لارښوونې او د رئیس‌الوزرا دفتر، د امر بالمعروف وزارت او د طالبانو ادارې د یو شمېر نورو وزارتونو په همکارۍ ترسره کېږي.

د سرچینو په وینا، د دې ناستې اصلي هدف پر سراج‌الدین حقاني او د طالبانو پر یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو فشار راوړل دي ترڅو د هبت‌الله آخندزاده فرمانونه په بشپړ ډول اجرا کړي او له دغو فرمانونو د عملي کېدو له هر ډول مخالفت څخه لاس واخلي.

سره له دې چې تر دې دمه د دې ناستې رسمي وخت او دقیق ځای نه دی اعلان شوی، خو سرچینې وايي چې د کابل پوهنتون او د لویې جرګې خیمې شاوخوا سیمې تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې دي.

د سرچینو په وینا، په تېرو څو ورځو کې طالب ځواکونه د دې سیمو د امنیت تأمین لپاره ځای پر ځای شوي دي. په ټولنیزو شبکو خپرې شوې ویډیوګانې هم ښیي چې د کابل پوهنتون لیلیې د دې ناستې د ګډونوالو د اوسېدو لپاره تخلیه شوې او نور ځایونه هم د هغوی د اوسېدو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

بیشتر بخوانید:  د امریکا پخوانۍ ډیپلوماته: واشنګټن د طالبانو د مخالفینو ملاتړ ته هېڅ لېوالتیا نه لري

سرچینو زیاته کړې ده چې په دې ناسته کې به د هبت‌الله آخندزاده د نوي کتاب، د هغه ملاتړ او د هغه د فرمانونو د اجرا په اړه خبرې اترې وشي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x