د امریکا پخوانۍ ډیپلوماته: واشنګټن د طالبانو د مخالفینو ملاتړ ته هېڅ لېوالتیا نه لري

اني فورزایمر، په کابل کې د امریکا سفارت پخوانی مرستیال، وايي چې افغانستان او د دغه هېواد بحران د واشنګټن د بهرنۍ پالیسۍ په لومړیتوبونو کې نه دی.
د امریکا پخوانۍ ډیپلوماته: واشنګټن د طالبانو د مخالفینو ملاتړ ته هېڅ لېوالتیا نه لري

ني فورزایمر، په کابل کې د امریکا سفارت پخوانی مرستیال، وايي چې افغانستان او د دغه هېواد بحران د واشنګټن د بهرنۍ پالیسۍ په لومړیتوبونو کې نه دی. د هغې په باور، د افغانستان راتلونکی او ثبات له دې څخه ډېر چې د امریکا په پالیسیو پورې تړلی وي، د سیمې د هېوادونو، په ځانګړې توګه چین او روسیې، دریځ او رول ته اړه لري.

فورزایمر د امریکا د طالبانو مخالفینو د ملاتړ احتمال په اړه په یوه مرکه کې وویل چې واشنګټن د دغو ډلو د ملاتړ هېڅ لیوالتیا نه لري.

هغې په دې اړه زیاته کړه: «تر هغه چې زه پوهېږم، ځواب منفي دی. په واشنګټن کې د هغوی د ملاتړ لپاره هېڅ لېوالتیا نشته.»

په کابل کې د امریکا سفارت پخوانۍ مرستیالې همدارنګه وویل چې په واشنګټن کې ډېری سیاسي محفلونه طالبان یوه ډله بولي چې مشروعیت نه لري او له دغې ډلې سره نږدې همکارۍ ته لېوالتیا نه لري.

فورزایمر د دې موضوع په توضیح کې وویل: «طالبان د ډېرو امریکایانو د وژل کېدو مسؤل دي او حتی اوس هم ځینې امریکایي اتباع یرغمل نیولي دي.»

د فورزایمر په وینا، افغانستان له اقتصادي پلوه هم امریکا لپاره ډېره جاذبه نه لري. هغې زیاته کړه چې د افغانستان معدني سرچینې د واشنګټن لپاره ځانګړې اهمیت نه لري؛ ځکه چې په دغه هېواد کې موجود معدني مواد په نورو هېوادونو کې هم موندل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x