د بریتانیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنې تازه انځورونه؛ د جنګي جرمونو ادعاوو ته مهم شواهد.

بي‌بي‌سي راپور ورکړی چې په افغانستان کې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د دوو عملیاتو تازه انځورونه دا احتمال راپورته کوي چې بې‌وسلې کسان د خوب پر مهال وژل شوي دي؛ هغه انځورونه چې د متخصصینو او د پوځي پولیسو د څېړنو پخوانیو مسؤلانو په وینا، کولای شي د جنګي جرمونو په اړه د ادعاوو په څېړنه کې مهم شواهد وي.
د بریتانیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنې تازه انځورونه؛ د جنګي جرمونو ادعاوو ته مهم شواهد.

بي‌بي‌سي ویلي دي چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو په اړه څېړنو کې داسې انځورونه خپاره شوي چې ښیي یو شمېر بې‌وسلې کسان د خوب پر مهال په سر کې ډزې شوي دي.

دا انځورونه لومړی ځل د څېړنو په ترڅ کې عامو خلکو ته ښودل شوي او د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د دوو عملیاتو په اړه څېړنه کې مهم شواهد ګڼل کېږي.

الیور ګلاسګو، چې د څېړنو لوی وکیل دی، ویلي چې دا انځورونه کولای شي د احتمالي جنګي جرم نښه وي او باید متخصصین یې په دقت وڅېړي.

څېړنې هغو ادعاوو ته ګوري چې له مخې یې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو غړو په ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ کلونو کې د شپې عملیاتو پر مهال افغان ملکي وګړي او نیول شوي کسان وژلي او د پټولو لپاره یې وسلې د جسدونو ترڅنګ اېښي دي.

په ۲۰۱۱ کال کې په هلمند ولایت کې د دوو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ کسان ووژل شول چې تر ټولو کم عمر یې ۱۴ او ۱۵ کلن وو.

جان هاروي، د بریتانیا د پوځي پولیسو څېړنو پخوانی مسؤل، خپاره شوي انځورونه غیرعادي او مهم بللي دي او ویلي یې دي چې سره له مکررو غوښتنو، پراخه څېړنې نه دي شوې.

یو پوځي پولیس هم ویلي دي چې د دیوالونو په ټیټ ارتفاع کې د ګولیو آثار د ځانګړو ځواکونو له روایت سره سمون نه لري.

دا انځورونه اوس د عدلي طب متخصصینو له خوا څېړل کېږي. په دې قضیه کې عمومي څېړنې له ۲۰۲۲ کال راهیسې او د بي‌بي‌سي پانوراما پروګرام له راپور وروسته پیل شوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x