مامعلي رحمان، د تاجکستان ولسمشر، په مسکو کې د جمعي امنیت تړون سازمان د مشرانو په ناسته کې د افغانستان سره د پولو د ساتنې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
هغه د تروریزم، افراطگرایۍ، د نشهيي توکو د قاچاق او سازمانیافته فراملي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د جدیت غوښتنه وکړه.
رحمان وویل چې غړي هېوادونه باید د سیمې د امنیت د پیاوړتیا لپاره ډېرې هڅې وکړي او د سازمان له لومړیتوبونو څخه دا دي چې د غړو هېوادونو پولې له غیرغړو هېوادونو سره ښې وساتل شي.
هغه زیاته کړه چې په ۲۰۲۶ کال کې د تاجکستان د مشرۍ په دوره کې به پر امنیتي همکاریو، سیاسي همغږۍ او د مخکینیو پرېکړو پر اجرا غور وشي.
رحمان همدارنګه د ګډو ځواکونو چمتووالي د زیاتولو، پوځي همکاریو د پراخولو او بحرانونو سره د مقابلې وړتیا د ښه کولو غوښتنه وکړه.
د سازمان عمومي منشي او ولادیمیر پوتین هم د افغانستان وضعیت او د تاجکستان د افغانستان سره د پولې پیاوړتیا د دې سازمان د امنیتي لومړیتوبونو له ډلې وبلل.
د جمعي امنیت تړون سازمان د روسیې په مشرۍ یو پوځي-امنیتي اتحاد دی او روسیه، بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ارمنستان غړي دي.



