افغان ایواک: امریکا د افغان کډوالو ایستل بیا پیلوي

د «افغان ایواک» سازمان اعلان کړی دی چې د امریکا د کډوالۍ اداره به له ۱۶ نومبر (٢۵ لړم) وروسته د افغان کډوالو ایستل بیا پیل کړي. دغه سازمان له کانګرس غړو غوښتي دي چې د موقتې ساتنې د وضعیت طرح د ملاتړ له لارې د افغانانو د ایستلو مخه ونیسي.
افغان ایواک: امریکا د افغان کډوالو ایستل بیا پیلوي

د افغان ایواک سازمان خبرداری ورکړی دی چې د امریکا د کډوالۍ اداره اراده لري له ۱۶ نومبر (۲۵ لړم) وروسته د افغان کډوالو ایستل بیا پیل کړي او له کانګرس یې غوښتي دي چې سمدلاسه اقدام وکړي. فدرال محکمو اوس مهال د دغو کډوالو یو شمېر کسانو افغانستان او پاکستان ته ایستل په موقتي ډول درولي، خو د ۱۶ نومبر وروسته د هغوی برخلیک روښانه نه دی.

د دغه راپور له مخې، د ترامپ حکومت هغو افغانانو موقتې اوسېدنې اجازه پای ته رسولې ده چې د کابل له سقوط وروسته امریکا ته لېږدول شوي وو خو پناهندګی یې نه ده ترلاسه کړې. د هغوی د دايمي اوسېدنې، پناهندۍ او کاري اجازې غوښتنلیکونه میاشتې په څېړنه کې پاتې دي او د ډېرو یې د بشردوستانه موقتې ننوتلو اجازه پای ته رسېدلې ده. امریکا تېر کال هم د افغانانو موقتې ساتنې وضعیت لغوه کړی و.

د افغان ایواک مشر د امریکا استازو مجلس د دوو غړو جیسن کرو او سام لیکارډو هغه هڅې ستایلي دي چې د افغانانو لپاره د موقتې ساتنې طرح رایې ته وړاندې کوي. دا وړاندیز شوې طرح افغانستان تر ۲۰۲۹ کال پورې د TPS پروګرام لاندې راولي؛ د تصویب په صورت کې به وړ افغانان وکولای شي تر هغه چې د هغوی قضیې وڅېړل شي، په قانوني ډول په امریکا کې ژوند او کار وکړي او نه به ایستل کېږي. همدارنګه به د کورني امنیت وزارت مکلف وي چې له امنیتي او بایومتریک څېړنو وروسته په ۹۰ ورځو کې د هرې قضیې په اړه پرېکړه وکړي.

افغان ایواک له جمهوري غوښتونکو او دیموکراتو دواړو ګوندونو غړو غوښتي دي چې د دې طرح د رایې اچونې غوښتنلیک لاسلیک کړي. د طرح د استازو مجلس صحن ته د وړاندې کولو لپاره ۲۱۸ لاسلیکونه اړین دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x