د افغانستان متحد جبهې د طالبانو د دوو «جاسوسانو» اعدام ویډیوګانې خپرې کړې

د افغانستان متحدجبهی ، چې د طالبانو د مخالفو ډلو څخه ده، د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوه کسان یې په غور ولایت کې د طالبانو لپاره د جاسوسۍ په تور «نیولي او اعدام کړي دي.» دغې جبهې د دغو کسانو د ډزو دوه ویډیوګانې خپرې کړې دي.
د افغانستان متحد جبهې د طالبانو د دوو «جاسوسانو» اعدام ویډیوګانې خپرې کړې

په دغو ویډیوګانو کې دوه کسان چې ورته جامې یې اغوستې او لاسونه یې تړلي دي، پر ځمکه ناست دي او وسله‌وال کسان له شا څخه هغوی ته ډزې کوي.
د افغانستان متحد جبهه، چې د پخواني افغان پوځ د قوماندانانو له ډلې سمیع سادات په مشرۍ ده، په یوه اعلامیه کې ادعا وکړه چې دا دوه کسان د طالبانو لپاره جاسوسۍ پر مهال پېژندل شوي او نیول شوي وو او د دغې ډلې «پوځي محکمې» هغوی ته د اعدام حکم ورکړی و.
دغې جبهې د دغو دوو کسانو د هویت، د نیولو وخت او څرنګوالي او د جاسوسۍ تور د شواهدو په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي. همدارنګه یې روښانه نه کړې چې د دوی قضیې څېړنه او محاکمه څنګه ترسره شوې ده.

د متحد جبهې په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې په تېرو څو میاشتو کې یې شپږ کسان د طالبانو لپاره د جاسوسۍ په تور پېژندلي او د خپلې «پوځي محکمې» په محاکمه کې یې اعدام کړي دي.
دغې جبهې همدارنګه هغو کسانو ته چې طالبانو ته معلومات یا تجهیزات ورکوي یا د هغوی له امنیتي، پوځي او استخباراتي ادارو سره همکاري کوي، خبرداری ورکړی دی چې دې همکارۍ ته پای ټکی کېږدي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x